IQNA

د پاکستان په زرګونومحصلینو په اسلام اباد کې  د «لبیک یا قدس» چغې پورته کړې

8:41 - October 26, 2023
د خبر لمبر: 3488173
 ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د  جمعیت طلبه اسلام  ټولنې  مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د مختلفو پوهنتونونو ګڼو محصلینو په راغونډیدو سره د غزې خلاف د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په غندنې او د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې ترسره کړې.

معترضو پاکستاني محصلینو په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د لبیک یا قدس او مړ دې وي اسرائیل په شعارونو سره، د امریکې د سفارت په لور لاریون وکړ او خو په عین حال کښې پولیسو د سفارتي سیمې په لور د معترضانو د تګ مخه ونیوله.

مظاهره چیانو ته ویناوالو له طوفان الاقصی عملیاتو او د صهیونیسټي دښمن خلاف د فلسطین د مقاومتي جنګیالیو څخه د پياوړي ملاتړ په اعلانولو سره وویل چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او د پاکستان د خلکو زړه د خپلو فلسطیني وروڼو خونیدو لپاره درزیږي او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي به د فلسطین له ولسه ملاتړ وکړو.

د پاکستان د جمیعت طلبه اسلام د ټولنې مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومنونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.

فریاد "لبیک یا قدس" دانشجویان پاکستان/راهپیمایی به سمت سفارت آمریکا+فیلم

ویناوالو له اسرائيلو د لویدیځو هیوادونو او امریکایانو ملاتړ او په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د نړۍ د هیوادونو په تیره بیا مسلمانو هیوادونو چپتیا وغندله.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140512

captcha